د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما بیا انتخاباتي کمپاینونو ته را دانګي


ښاغلي اوباما د چهارشنبې په ورځ د مرستو ټولونې په یوط غونډې کې د خپل ډیموکرات کاندید په پلوۍ خبرې وکړې
ښاغلي اوباما د چهارشنبې په ورځ د مرستو ټولونې په یوط غونډې کې د خپل ډیموکرات کاندید په پلوۍ خبرې وکړې

د امریکا مخکنی ولسمشر بارک اوباما له واک پرېښودو وروسته په لومړي ځل یو وار بیا په انتخاباتي کمپاینونو کې را څرګندیږي.

ښاغلی اوباما به د دوو ایالتونو ویرجینا او نیوجرسي لپاره د والیانو د ټاکلو په انتخاباتو کې د خپل ډیموکرات ګوند د کاندیدانو په پلوۍ خبرې کوي.

هغه د چهارشنبې په ورځ د مرستو ټولونې په یوې غونډې کې د ډیموکرات کاندید په پلوۍ خبرې وکړې چې ګډونوالو یې په چکچکو، شور او زوږ هرکلی وکړ.

د ویرجینا په ایالت کې د ډیموکرات ګوند د کاندید رالف نورثم او د جمهوري غوښتونکو د کاندید ای ګلیسپي ترمنځ به سخت رقابت وي، ولسمشر ټرمپ د خپل کاندید ننګه کړې.

ټاکل شوې چې ښاغلی اوباما به په نیوجرسي کې هم د خپل ډیموکرات ګوند د غړي په پلوۍ خبرې وکړي.

رویټرز وايي نظر پوښتنې ښيي چې په نیو جرسي کې د ډیموکرات ګاندید غړی فیل مورفي له خپل جمهوري غوښتونکي سیال کیم کواداګنو څخه مخکې دی.

کله چې بارک اوباما ولسمشر و، په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې د ډیموکرات ګوند غړی د ویرجینا ایالت والي و او د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې هم هیلري کلنټن له ټرمپ څخه د ویرجینا ایالت انتخابات وګټل.

ولسمشر اوباما د جمهوري ریاست له دورې وروسته وخت ناوخت د ولسمشر ټرمپ په ځنیو تګلارو نیوکې کړې، په خاص ډول د ښاغلي ټرمپ د مهاجرت او روغتیايي بیمې د تګلارو کلک مخالفت یې کړی دی.

دا ډول کمپاینونه ښاغلي اوباما ته نوره زمینه هم برابروي چې که وغواړي پر ښاغلي ټرمپ نور انتقادونه هم وکړي.

په دا ډول کمپاینونو کې د ښاغلي اوباما څرګندېدل د هغه لپاره د را روان کال د کانګرس او استازو د خونو د انتخاباتو لپاره د چمتوالي ښه پړاو دی. په دغو انتخباتو کې د استازو د خونو ۴۳۵ څوکیو لپاره او د سنا د ۱۰۰ څوکیو د درېمې برخې لپاره انتخابات کیږي.

XS
SM
MD
LG