د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې د عمر متین میرمنې ته برائت ورکړ


افغاني الاصله عمر متین پر کلوب باندې د برید پر وخت اعتراف کړی و چې داعش ته یې بیعت کړی

یو منصفه هیات د عمر متین په میرمنې نور سلمان باندې ټول لگیدلي تورونه لېرې کړل.

کچیرې ثابته شوی وای چې ٣١ کلنې نور سلمان د خپل میړه عمر کتین سره په فلوریدا کې د ٢٠١٦ کال د جون په حمله کې مرسته کړې، هغه به په ابد بند محکومه شوی وای.

عمر متین د ٢٠١٦ کال په جون کې د فلوریدا ایالت د اورلندو په یو کلوب باندې حمله وکړه چې په نتیجه کې ۴٩ تنه ووژل شول او په لسگونو نور ټپیان شول.

د نور سلمان ترور سوسن ادیه، د منصفه هیات له پریکړې وروسته خبریالانو ته وویل "مونږ له پیله پوهیدو چې هغه بې گناه ده."

د منصفه هیات حکم او د نور سلمان تبریه کیدل ښایي د اورلندو د برید د قربانیانو کورنیو ته یو عاطفي ضربه وي. د اورلندو پر کلوب باندې د ٢٠١٦ کال د جون د ١٢ برید د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو مرگونې پیښه وگڼل شوه.

خو ددې مرگوني برید وروسته په ٢٠١٧ کې یوه بله لویه مرگونې پیښه په لاس ویگاس ښار کې وشوه چې یو وسله وال شخص د یو کنسرت په ترڅ کې ٥٨ کسان ووژل. دغه پیښه تر اوسه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو مرگونې حمله گڼل کیږي چې په لسگونو کسان په کې ټپیان هم شول.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې اف بي آی ویلي دي چې میرمن سلمان په پخپلو څرگندونو کې څو ځلې بدلون راوړی.

هغې اعتراف کړی دی چې د خپل میړه له پلان نه خبره وه، خو ددې مرگوني برید په کولو کې یې هیڅ ډول لاس نه درلوده.

نور سلمان په خپل بیان کې دا هم ویلي وو "کله چې هغه {عمر متین} له کوره وته پوهیدم چې اورلندو ته ځي او پر شپني کلوب باندې برید کوي."

څارنوالانو ویلي وو چې نور سلمان د حملې په شپه ښایي د عمر متین سره مل وه. خو د عمر متین میرمنې یو روانشناس ته ویلي وو چې هغې دا بیان یواځې پدې خاطر لاس لیک کړی چې "کور ته د تگ اجازه ورکړل شي."

ددغه روانشناس موندنې همداشان ښیي چې نور سلمان د پام وړ رواني اختلالاتو او د میړه له لورې د بد چلند په وجه د رواني اختلالاتو نه رنځیږي.

نور سلمان ددغه برید دمخه د "خطر د ارزیابۍ" په یو فورم کې ادعا کړې وه چې عمر متین هغه په مرگ گواښلې وه او پر هغې یې جنسي تیری کړی و، هغه زندۍ کړې وه او کله امیندواره وه هغه یې وهلې او ټکولې وه.

په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې رواني اختلالونو ښایي نور سلمان مجبوره کړې وي چې د پلټنو پر وخت "په درواغو اعتراف" وکړي.

XS
SM
MD
LG