د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان وايي د ناټو غونډې پاکستان ته څرګند پیغام درلود


د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وايي که پاکستان اړین اقدامات ونکړي، د نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر وایي چې په بروګسل کې د ناټو غړو هېوادونو په غونډې کې پاکستان ته ښکاره پیغام ورکړل شو.

سرپرست وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وویل د ناټو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې باید د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو فشارونه لا زیات شي.

هغه وویل غونډې "پاکستان ته ښکاره پیغام ورکړ، چې باید د ترهګرو ننګه پرېږدي او هم په خپله خاوره کې د ترهګرو پناه ځایونه ختم کړي".

هغه وویل که پاکستان په دغه برخه کې رښتینی ونه اوسي، د نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره به مخامخ شي. د ډیورنډ کرښې په بلې غاړې کې د ترهګرو روزل او صادرول د ښاغلي بهرامي په خبره د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته د زغملو نه دي.

ښاغلي بهرامي هيله وښوده چې د نړیوالو د دا ډول فشارونو له کبله افغانستان ښه نتیجه ترلاسه کړي، خو زیاته یې کړه چې افغان ځواکونه به د ترهګرو د بریدونو د مخنیوي لپاره پوره چمتو وي. هغه دا خبره هم وکړه چې په تېرو اوو میاشتو کې په افغانستان د اورپکو بریدونه ۱۳ فیصده زیات شوي دي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه تېره چهارشنه او پنجشنه د بلجیم په بروګسل کې وشوه. د ناټو دفاع وزیرانو پرېکړه وکړه چې افغانستان ته به ۳۰۰۰ نور اضافي سرتېري استوي چې هلته روان بند بست ختم کړل شي.

XS
SM
MD
LG