د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د کونړ ولایت د "تښتول شوي" مرستیال لټون کوي


محمد نبي احمدي د جمعې په ورځ په پښور کې تښتول شوی دی

پاکستاني چارواکي وايي د کونړ ولایت د تښتول شوي مرستیال په اړه هېڅ معلومات نلري.

پاکستاني چارواکي وایي قاضي محمد نبي احمدي پاکستان ته د خپل سفر په اړه خبر نه و ورکړی. د ښاغلي احمدي د کورنۍ غړي وايي چې هغه د پېښور ښار ته د درملنې لپاره تللی و، چې وتښتول شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ خبریالانوته وویل "هغه په شخصي سفر راغلی و او موږ ته یې له مخکې خبر نه و راکړی. د افغانستان سفارت له موږ سره اړیکه نیولې ده. موږ د هغه دموندلو هلې ځلې کوو".

د قاضي احمدي ورور په پېښور کې پولیسو ته ویلي چې قاضي نبي په رېکشا کې سپور او ډاکټر ته روان و، چې وسله والو راښکته او د تورو شېشو په موټر کې یوړ.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یوې کارکوونکې د امریکا غږ ډيوې ته ویلي چې له دغې پېښې ورسته د ښاغلي نبي دوه وروڼه حبیب الله او محمد یعقوب او یو وراره هم په چترال کې نادرکه شوي دي.

تراوسه چې د دغوکسانو د تښتولو مسولیت نه دی اخیستی.

تر دې مخکې د افغانستان یو ډیپلومات عبدالخالق فراهي هم په پېښور کې ښار کې وتښتول شو چې طالبانو یې مسولیت واخیست. هغه دوه کاله وروسته بېرته خوشې شوي. په پاکستان کې میلیونونه افغانان د کډوالۍ ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG