د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې "زهرجن ګاز" لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه کړل


چارواکي وایي لا د پېښې دقیق علت نه دی معلوم
چارواکي وایي لا د پېښې دقیق علت نه دی معلوم

د پاکستان د کراچۍ په سرحدي ښار کې چارواکي وايي چې لږ تر لږه ۱۴ تنه د زهرجن گاز په خپریدو کې مړه شوي دي.

که څه هم پاکستاني چارواکي وایي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي، خو داسې ښکاري چې د ګازو کومه نل لیکه سورۍ شوې او له کبله یې خلک مړه شوي دي.

ډاکټران وایي چې شاوخوا ۲۵۰تنه بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي چې ډېرو یې ساه بندي لرله.

دا پېښه د کراچي د کیماري په سیمه کې شوې ده. د روغتیا وزارت ویاند ظفر مهدي د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۸) د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په بېلابېلو روغتونونو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي.

د کراچۍ په ښار کې د روغتونو د بېړنیو حالاتو د څانګې مشرې سمین جمیل ویلي چې په روغتونونو کې ډېر بستر شوي ناروغان ساه بندي لري او سترګې یې سوځي چې په مشکل سره لیدل کولی شي.

که څه هم ځینې راپورونه وايي چې دا پېښه د ګازو د نل لیکې د سوري کېدو له کبله پېښه شوې ده، خو چارواکي وایي دوی لا هم په دې اړه پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG