د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجاب صوبه په دوو برخو ویشل کیږي؟


د پاکستان په پارلمان کې د پنځمې صوبې په جوړیدو بحثونه پیل شویدي. دغه پنځمه صوبه به د پنجاب د صوبې په منځ کې د نېمیدو په نتیجه کې رامنځته شي

د پاکستان واکمن د تحریک انصاف گوند په پارلمان کې د دغه ملک د ټولو نه د لوی صوبې د پنجاب په منځ کې د ویشل کیدو په اړه په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره یوه لایحه وړاندې کړیده.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي پدغه لړ کې د ټولو سیاسي گوندونو نه غوښتي دي چې د نوي صوبې په جوړیدو کې دې ورسره همکاري وکړي.

قریشي په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان تحریک انصاف گوند ته په جنوبي پنجاب کې د دی لوظ په بدل کې خلکو رای ورکړي وې چې دغه سیمه به په یوې نوي صوبې بدله کړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان تحریک انصاف گوند چې دا وخت واکمن گوند دی، کوښښ کوي چې د مسلم لیگ نون گوند قانع کړي، ځکه دغه یواځې لوی گوند دی چې د پنجاب په دوو صوبو د ویشل کیدو مخالفه دی.

قریشي وویل چې په پارلمان کې یې د نوي صوبې د جوړیدو لپاره چې کومه لایحه وړاندي کړیده هغه قانوني ده.

د یادونې وړ ده چې په دغه لایحه کې د پنجاب د لویو ښارونو یعني ملتان، بهاولپور او ډیره غازي خان نه د یوې نوې صوبې د جوړیدو وړاندیز شویدی.

د یادونې وړ ده چې د جنوبي پنجاب اوسیدونکي سرایکي ژبه وایي او دوي اکثر دا تور لگوي چې د پنجاب حکومت د هغوې د برخې پیسې هم په لاهور او هغه سیمو لگوي چې اوسیدونکي یې پنجابي ژبه وایي.

XS
SM
MD
LG