د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په مزار شریف کې خپله قونسلګري وتړله


په کابل د پاکستان د سفارت ودانۍ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د امنیتي ګواښونو له کبله یې د افغانستان په شمال د مزار په ښار کې یې خپله قونسلګري تړلې ده.

په بلخ کې د پاکستان سرقونسل سرافراز احمد خان امریکا غږ ته وویل چې یوې ښځې غوښتل قونسلګرۍ ته لاسي بمب سره ننوځي چې امنیتي ځواکونو ونیوله او د اوس لپاره قونسلګري تړلې ده.

هغه وايي "یوه ښځه د ویزې اخیستلو لپاره راغلې وه او لاسي بمب هم ورسره و، خو ونیول شوه او موږ افغان پولیسو ته وسپارله. "

د پاکستان قونسلګري وایي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د امنیت په هکله له ډاډ ورکولو وروسته به بېرته کار پيل کړي.

لا د دغې ښځې هویت معلوم شوی نه دی خو د بلخ پولیس وايي چې ښځه د بلخ اوسېدونکې ده او داسې ښکاري چې دا کار د دغې ښځې پر ضد کومه شخصي دسیسه ده.

د بلخ امنیه قومندان اکرم سامع امریکا غږ ته وویل " دا ښځه هغه مهال نیول کیږي چې له قونسلګري وتلې او کور ته روانه وه. دا یوه دسیسه او یوه توطیه ده، بل هېڅ هم نه دي. "

سره له دې چې د بلخ پولیس ظاهرآ دا کومه تروریستي پېښه نه بولي، خو لا یې هم انګیزه معلومه نه ده. پاکستان د جلال اباد، هرات، کندهار او مزار په ښارونو کې قونسلګرۍ لري.

XS
SM
MD
LG