د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان، سعودي عربستان ته پوځيان استوي


پاکستانی متقاعد جنرال راحیل شریف، د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هیوادونو د ترهگرۍ ضد قواندانۍ مشر دی

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي خپلې پوځي ځواکونه د "زده کړو او مشورې ورکولو" لپاره سعودي عربستان ته واستوي.

دغه تصمیم درې کاله وروسته له هغې نیول کیږي چې اسلام آباد د یمن د جگړې لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ته د خپلو قواو له استولو نه ډډه کړې وه.

تر اوسه د پاکستاني ځواکونو دقیق رول ندی څرگند شوی، خو د پاکستان پوځي مقاماتو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هغه هیواد قواوی به د سعودي عربستان بهر فعالیت ونه کړي.

اوسمهال د پاکستان متقاعد جنرال راحیل شریف د ترهگرۍ پر ضد د اسلامي هیوادونو د ایتلاف قواندان دی چې سعودي عربستان یې مشري کوي. تر اوسه نده څرگنده شوې چې د پاکستان قواوی به ددې ایتلاف په عملیاتو کې ونډه واخلي او که نه.

عربستان همداشان د پاکستان د حکومت نه غوښتي وو چې د یمن جگړې ته خپلې کښتۍ، الوتکې او قواوی واستوي چې په هغه هیواد کې د ایران د نفوذ مخنیوي لپاره مبارزه وشي.

اوسمهال د ۷۵۰ نه تر ۸۰۰ پورې پاکستاني پوځیان په سعودي عربستان کې میشت دي او دنده یې د مسلمانانو د سپیڅلو اماکنو ساتنه ده او جنگي ماموریت نلري.

XS
SM
MD
LG