د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو د اوه کلنې زینب مشکوک قاتل نیولی


پولیسو تیره اونۍ له پیښې نه څلور ورځې وروسته د ٧ کلنې زینب مړی وموند
پولیسو تیره اونۍ له پیښې نه څلور ورځې وروسته د ٧ کلنې زینب مړی وموند

پاکستاني مقاماتو د چهارشنبې په ورځ په ٧ کلنې زینب باندې د جنسي تیري او د هغې د وژنې په تور یو شخص ونیو. دغې پیښې په پاکستان کې پراخ اعتراضونه او مظاهرې راپارولي دي.

پولیسو تیره اونۍ له پیښې نه څلور ورځې وروسته د ٧ کلنې ماشومې زینب انصاري مړی د لاهور په ختیځ کې د قصور په ښار کې په خځلو کې ومونده.

تیره اونۍ په قصور ښار کې دوه تنه وروسته له هغې ووژل شول چې پولیسو پر اعتراض کوونکو باندې ډزې وکړې. مظاهره کوونکو ادعا کوله چې د مقاماتو عدم پاملرنه هم تر یوه حده ددې ډول پرله پسې قتلونو سبب شوې.

د سیمې اوسیدونکو ویلي دي چې د یو کال په ترڅ کې ددې ډول تیریو دولسمه پیښه ده.

د پولیسو دوو منصبدارانو د رویترز اژانس ته یولي دي چې د لسگونو کسانو نه د پلټنو وروسته مقاماتو یو کس چې د پیښې اصلي تورن گڼل کیږي نیولی دی.

یو منصبدار چې رسنیو ته یې د پلټنو د نتیجو د څرگندونو صلاحیت نه درلود د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي چې "له شواهدو معلومیږي چې دغه شخص به د پیښې اصلي عامل وي".

دا په داسې حال کې دي چې د پنجاب ولایت وزیر اعلی شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ په قصور ښار کې د چارواکو سره له لیدنې کتنې وروسته رسنیو ته د پیښې په اړوند د کوم کس نیول تائید نکړل.

ښاغلي شریف د غونډې وروسته وویل چې پولیس او نورې قانوني مراجع د قضیې حل کولو ته نژدې دي او ژمنه یې وکړه چې "په څو ورځو او یا ساعتنو کې به" نتیجه ترلاسه شي.

ښاغلي شریف د قاتل په اړه د معلوماتو په بدل کې د لس میلیونو پاکستاني روپیو چې ٩٠٠٠٠ زره ډالر کیږي، د انعام ورکولو ژمنه کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراضونو نه وروسته لومړی په قصور او بیا وروسته د پاکستان په مختلفو ښارونو کې لارو کوڅو ته راوتلل او د دغې وژل شوې ماشومې لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG