د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د پیغمبر له حدیثونو د ناسم تفسیر د مخنیوي اداره جوړوي


سعودي وايي نوې اداره به ټول هغه ناسم متنونه ختم کړي چې تاوتریخوالی پاروي
سعودي وايي نوې اداره به ټول هغه ناسم متنونه ختم کړي چې تاوتریخوالی پاروي

د سعودي حکومت د نړۍ د یو شمېر دیني عالمانو په مرسته داسې اداره جوړوړي چې اورپکو له لوري د مسلمانانو د پیغمبر له حدیثو څخه د غلطې استفادې مخه ونیسي.

د دغه کار اصلي هدف دا دی چې د پیغمبر حدیثونه نور د اورپکو ډلو له لوري د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د توجیه کولو لپاره ونه کارول شي.

د سعودي د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې پاچا سلمان د دغه کار فرمان ورکړی دی. وزارت د سه شنبې په ورځ - اکتوبر۱۷-اعلان وکړ چې د دغې ادارې هدف به دا وي چې "غلط او متشدد متنونه او هر بل متن چې د اسلامي لارښوونو خلاف وي، ترهګرۍ، وژنې او جنایت توجیه کوي، ختم کړي".

د دغې ادارې اصلي مرکز به په مدینه ښار کې وي خو چارواکي وایي چې د نړۍ د پیژندل شوو دیني عالمانو یوه شورا به یې فعالیتونه څاري.

اسلامپاله افراطیان او په ځانګړي ډول، القاعده، داعش، طالبان او نورې ډلې د پیغمبر حدیثونه د خپل تعبیر په اساس تفسیروي، خپل پلویان په همدغو ناسمو تعبیرونو ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي او بیا خپله ترهګري توجیه کوي.

سعودي په اسلامي نړۍ کې ځکه مهم ځای او ارزښت لري چې د اسلام د زېږېدو ځای بلل کیږي او حکومت یې په بهر کې زرګونه جوماتونو، دیني مرکزونو او مدرسو سره مالي مرستې کوي.

د افغانستان د طالبانو د غورځنګ ډېر مشران له هغو مدرسو څخه فارغان دي چې په پاکستان کې دي او سعودي ورسره مالي مرستې کوي.

رویټرز خبري آژانس وايي د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر تېره میاشت وویل چې په سعودي کې یې زرګونه اورپکي ملایان یې له جوماتونو د دې لپاره شړلي چې په خبره یې خلک یې تاوتریخوالي ته هڅول.

د سعودي حکومت وايي دا نوې څانګه به مسلمانانو ته سوچه او سم احادیث او د احادیثو په اساس معلومات خپروي.

XS
SM
MD
LG