د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش بریدونو په سوریې کې شاوخوا ۵۰ تنه ووژل


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د داعش جګړه مارانو د سوریې د جنوب لویدیځ په سویدا سیمه کې په څو ځانمرګو او نورو بریدونو کې شاوخوا ۵۰ تنه وژلي او لږ تر لږه ۷۸ کسان یې ژوبل کړي دي.

سوري چارواکي وایي دا د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې د داعش تر ټولو خونړي بریدونه وو. د سوریې مطبوعات وايي داعش په یو وخت کې دوه ځانمرګي بریدونه او نورې حملې کړي دي.

د سوریې خبري اژانس سنا وايي چې د داعش دوه نور ځانمرګي بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.

تېرکال د سوري حکومتي ځواکونو د خپلو ایتلافیانو په مرسته د سوریې له ډېرو سیمو څخه د داعش جګړه ماران وشړل.

اسوشیتډپرس خبري اژانس وايي چې د بشارالاسد حکومت هڅه کوي چې د دمشق او حمص څخه چې د داعش مهم مرکزونه بلل کيږي، د دغې ډلې جګړه ماران وشړي.

په همدې حال کې په برتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو ډله وايي چې د سوريې حکومتي ځواکونو د سویدا ټولې سیمې نیولي او د داعش جګړه ماران یې محاصره کړي دي. روسي ځواکونه په دغو پېښو کې د سوریې ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG