د تایلند حکومت د شکرې د ناروغۍ او چاقوالي د مخنیوي لپاره پر خوږو او غیر الکولي مشروباتو مالیه زیاته کړه.
په دغو مشروباتو کې پېپسې او کوکا کولا هم شامل دي. چارواکي وايي د مالیو لوړول د دغو مشروباتو د څښلو د کموالي او ناروغیو د مخنیوي غوره لار ده.
تر تایلند مخکې د نړۍ ځینو نورو هېوادونو هم د شکرې د ناورغۍ او خلکو د چاقوالي د مخنیوي لپاره پر دغو غیرالکولي مشروباتو مالیه زیاته کړې وه. دا خبره د امریکا د کرنې وزارت هم په خپل رسمي ویبسایټ کې خپور کړی دی.
متحدو عربو اماراتو د همدغې میاشتې په سر کې په انرژي لرونکو مشروباتو ۱۰۰ فیصده او ګازي مشروباتو لکه کوکا کولا او فانټا باندې ۵۰ فیصده مالیه کېښوده.
رویټرز وايي روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور په اساس د تېرو څلورو لسیزو په پرتله د چاقو ماشومانو او ځوانانو شمېر لس برابره زیات شوی دی.
تایلند تېره میاشت پر الکولي مشروباتو او سکرټو باندې هم مالیه لوړه کړه. تایلند له هند او برازیل وروسته په نړۍ کې د خوږو لوی تولیدونکی بلل کیږي.