د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو د خبرداري سره بیا هم سوریې پوځ درعا کې عملیات کوي


د درعا اوسیدونکي د جگړو له ویرې په تیښته دي

د سوریې د حکومت امنیتي ځواکونه په درعا کې د یاغیانو پر وړاندې په بریالیتوب سره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او تر اوسه توانیدلي چې څو کلي او د هوایي دفاع یوه لوا بیرته ونیسي.

د سوریې پوځ ویلي دي چې په تیرو دوو ورځو کې یې د یاغیانو څخه ١٠ کیلومتر مربع ساحه ازاده کړې ده او زیاتوي چې د جنگي سیمو نه د خلکو د وتلو په لار یې هغوی ته موقتي استوگنځایونه هم برابر کړي دي.

د سوریې اردو غواړي د نورو ښارونو او کلیو د نیولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. خو د ملگرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د درعا په ولایت کې د جگړې دوام به یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.

د بشري حقونو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاندې لیز تروسیل، پرون وویل: "عمده اندیښنه داده چې مونږ ښایي د داسې څه شاهد واوسو چې په ختیځه غوطه کې پیښ شوي وو او هغه د ملکي وگړو وینه تویدنه، رنځ او د سیالو ډلو ترمنځ د ملکي وگړو گیر پاته کیدل وو، خلک ښایي د بمباریو او ځمکنیو عملیاتو نه د تیښتې توان ونلري."

سوري یاغیانو په ځینو سیمو کې د حکومت واک منلی

د سوریې یاغیانو د سختو بمباریو د درولو په بدل کې د هیواد په جنوب لویدیځ کې د ځینو سیمو کنټرول د سوریې رژیم ته سپارلی دی.

د سوریې د یاغیانو ځايي ډلې دیته اړ شوې دي چې د سختو بمباریو په لړ کې په انفرادي ډول خپلې سیمې د سوریې پوځ ته وسپاري.

یاغیانو دغه سیمې په داسې حال کې سپارلې دي چې سترو ډلو یې نن د بصری الشام په ښارګوټې کې له روسیي منځګړو سره د درعا په ولایت کې د سولې په اړه ناکامې خبرې درلودې.

یاغیانو د غوطې په څیر د روسي منځګړو هغه شرایط نه دي منلي چې یا له خپلو کورنیو سره د مخالفینو سیمو ته ولاړ شي او یا د حکومت کنټرول ومني.

هغوی غواړي چې د ټول ولایت د ملکي ادارو د سوریې رژیم ته وسپاري، خو د پوځ او پولیسو شتون یې نه غواړي.

بلخوا ملگرو ملتونو ویلي دي چې د رپوټونو له مخې د حکومت څو امنیتي پوستې ملکي وگړو ته د اجازې ورکولو په خاطر د هغوی نه په سلگونو ډالر غواړي.

ددې سازمان په وینا د اسلامي دولت د ډلې یا داعش جنگیالي هم ملکي کسانو ته اجازه نه ورکوي چې ددې ډلې تر کنترول لاندې ساحو نه ووځي.

د درعا د بشپړه نیولو لپاره د سوریې د حکومت پوځي عملیات شاوخوا ١٢ ورځې مخکې پیل شول او پدغه موده کې ملگرو ملتونو لږ تر لږه د ۴٦ کسانو وژل کیدل ثبت کړي دي، خو وایي چې ښایي د مرگ ژوبلې شمیر به لوړه وي.

XS
SM
MD
LG