د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: نور مو د یورانیمو پر غني کېدو محدودیت نشته


ایران دغه اقدام وروسته له هغه وکړ چې امریکا د ایران د احتمالي برید په ځواب کې خپل نظامي حضور ډیر کړ
ایران دغه اقدام وروسته له هغه وکړ چې امریکا د ایران د احتمالي برید په ځواب کې خپل نظامي حضور ډیر کړ

ایران د اتمي قرارداد ځينې تعهدات مات کړي او وايي له دې وروسته به د یورانیمو د غني کیدو په برخه کې محدودیت ونلري.

ایران په رسمي ډول د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره د ۲۰۱۵ کال د اتمي قرار داد یو شمیر تعهدات مات کړل. دا پریکړه د هغه هیواد د ملي امنیت شورا کړې ده او خبر د ایران د اتمي انرژۍ آژانس یوه چارواکي نن چهارشنبې (مۍ۱۴) اسنا خبري آژانس ته ورکړی دی.

ایران دغه اقدام وروسته له هغه وکړ چې متحدو ایالتونو په سیمه کې د ایران د احتمالي برید د ځواب لپاره خپل نظامي حضور ډیر کړی دی.

د ایران مذهبي مشر وویل هیڅوک جګړه نه غواړي. آیت الله علي خامنه يي وویل"د ۲۰سلنه غني شویو یورانیمو ترلاسه کول د پروسې تر ټولو ستونزمنه برخه ده. بل پړاو تر دې ساده دی، هغه دومره ستونزمن ندی."

آیت الله علي خامنه يي خبرداری ورکړ که نوی اتمي تړون ونشي، ایران به په لوړ غلظت یورانیم تولید کړي.

"امریکا له ایران سره جګړه نغواړي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په مسکو کې له خپل سیال سرګې لاوروف سره په خبرو کې وویل که څه هم د ایران د اتمي پروګرام په اړه توپیرونه موجود دي خو امریکا اساسا له ایران سره جګړه نغواړي.

هغه وویل "موږ غواړو ایران د یوه عادي هیواد په توګه چلند وکړي او دا زموږ غوښتنه ده. موږ د ایران پر مشرتابه فشار راوړی څو دې هدف ته ورسیږو. موږ په هیڅ وجه له ایران سره جګړه نغواړو."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندیښمن دی.

هغه وايي "د ایران د اټومي مسئلې د ننګونو په اړه زه هیله من یم چې منطقي پریکړه به وشي، او د امریکا له خوا د ۱۲۰ زره ځواکونو د لیږلو مسئله به یواځې یوه آوازه وي. زما سیال مایک دا ګڼګوسي بې اساسه وبللې."

د اتمي قرار داد له مخې تهران یوازې کولای شو د ۳۰۰ کیلوګرامو په اندازه په ټیټ غلظت سره یورانیم او د ۱۳۰ ټنو په کچه درندې اوبه تولید کړي. خو اوس ایراني چارواکي وايي له دې وروسته د یورانیمو او درندو اوبو د تولید لپاره هیڅ ډول محدودیت نه مراعاتوي.

اروپايي ټولنه له دواړو لورو غواړي چې د تاوتریخوالي د زیاتیدو مخه ونیسي. اروپايي ټولنه هڅه کوي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد وژغوري، هغه قرار داد چې امریکا ورڅخه وتلې او د واشنګټن فشارونه زیات شوي چې نور هیوادونه هم له دغه قرار داد څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG