د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په روسیې نوي بندیزونه لګوي


میرمنې هیلې وویل چې نوی بندیزونه به د بشارالاسد ایتلافیان هم درک کړي
میرمنې هیلې وویل چې نوی بندیزونه به د بشارالاسد ایتلافیان هم درک کړي

متحده ایالتونه په پام کې لري چې په روسیې باندې یو لړ نوي بندیزونه ولګوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلې وویل چې دا بندیزونه به د دوشنبې په ورځ (اپریل۱۶) اعلان شي. هدف یې دا دی چې پر روسیې فشار راشي چې د بشارالاسد د رژیم سره مرستې بندې کړي.

د اسوشیتډ پرس خبري اژانس په اساس په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وویل چې د امنیت شورا هڅه کوله چې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه پلټنې وکړي، خو روسیې شپږ ځلې د دغو هڅو مخه ونیوله.

هغې وویل چې نوي بندیزونه به د بشارالاسد پلویان هم ښه درک کړي. مېرمنې هیلې په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

تر دې مخکې د متحدو ایالتونو د مالي وزارت د روسیې په ۱۹ افرادو او پنځو سازمانونو هم بندیزونه اعلان کړل. پر دوی له دې کبله بندیزونه اعلان شول چې ګنې مسکو د امریکا په تېرو انتخاباتو کې لاسوهنې کړې وه.

نیکي هېلې د اڅرګندونې کوي چې د جمعې په ورځ(اپریل۱۶) امریکا او ایتلافیانو یې په سوریه کې د نظام د کیمیاوي وسلو مرکزونه په توغندیو ووېشتل.

ولسمشر ټرمپ وايي بریدونه بریالي وو او هدف یې دا و چې د کیمیاوي وسلو د تولید او استعمال مخه ونیول شي. د سوریې د رژیم په ځواکونو تور دی چې په جنګ کې یې کیمیاوي وسلې کارولې او ولسي خلک یې وژلي او ژوبل کړي دي.

برتانیا چې د امریکا قوي ایتلافي ده وايي چې د بشارالاسد د پرځولو هوډ نلري خو که یې بیا کیمیاوي وسلې وکارولې، دوی به هم پر نورو لارو چارو غور وکړي. سوریې او روسیې دا بریدونه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG