د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې امریکا د ادلب د اوربند په خرابولو تورنه کړه


تصویر: ارشیف

د روسیې د دفاع وزارت وایي، امریکا په ادلب کې په وسله والو (جهادیانو) هوایي بریدونه کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت امریکا تورنه کړه، چې دغلته د وسله والو ډلو او بشارالاسد ترمنځ شوی اوربند له خطر سره مخامخوي.

د روسیې پوځ وایي، چې امریکا د ترکیې او روسیې له خبرولو پرته پر ادلب هوایي بریدونه کړي دي. په ادلب کې د سوریې او ترکیې سرتېري هم دېره دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قومنداني وايي، چې د شنبې په ورځ (اګست۳۱) یې د سوریې په ادلب کې په یو مرکز کې د القاعده ډلې پر رهبرۍ بریدونه کړي دي.

د دغې قومندانۍ په یوې اعلامیې کې راغلي چې دا بریدونه د القاعده ډلې پر هغو مشرانو شوي چې بریدونو یې امریکایان ګواښلي دي.

د روسیې د دفاع وزارت اعلامیه وايي، چې دغه بریدونه ځاني تلفات او مالي زیانونه لري. په برتانیا کې د سوریې د څار ډله وايي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په ادلب کې د روان تاوتریخوالي له کبله ۴۰۰۰۰۰ خلک بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG