د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن د پالیسیو پر سر د اختلافاتو قرباني شو -شنونکي


ښاغلی ټیلرسن په سفر و چې له دندې لېرې کړل شو

یو شمېر شننونکي وايي چې د ریکس ټیلرسن د لېرې کېدو اصلي علت له ولسمشر ټرمپ سره د بهرني سیاست پر سر اختلافات وو.

د امریکا د کانګرس غړي او سیاسي مبصرین وايي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د یو شمیر بهرنیو پالیسیو په اړه د بهرنیو چارو وزیر له خپلې دندې ګوښه کړی دی.

د ټیلرسن لیری کیدل د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې جمهور رئیس یوازې یوازې له یو کال نه په زیاتې موده کې یو شمیر مرستیالان ګوښه کړي دي.

خو د هغه د لیرې کولو ډول او وخت د کانګرس د غړو او سیاسي مبصرینو اندیښنې پارولي دي. دموکراتې سناتوره کلیر مکاسک وویل "زه فکر کوم د تاسف ځای دی چې مونږ د بهرني سیاست په برخې کې دومره ګډوډي لرو. په کار کې تسلسل او یووالي نشته."

یو بل دموکرات رابرټ میننډز وویل چې د امریکا دپلوماسي د اوسني سر اعلی قوماندان تر قیادت لاندې له یو سخت حالت څخه تیریږي.

د سنا جمهوري غوښتونکو هم په دې خپله اندیښنه څرګنده کړه.سناتور مایک پونډز وویل چې ټیلرسن ډیر ښه کار کاوو او اوس به ولیدل شي چې وروسته څه کیږي.

ولسمشر ترمپ ریکس تیلرسن په داسې وخت کې له دندې څخه گوښه کړ چې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه تحقیقات روان دي.

سیاسي مبصرین وايي چې د بهرنیو چارو وزیر څو ساعته وروسته له هغه لیرې شو چې ټیلرسن په بریتانیا کې د روسیې د استخباراتو د یو پخواني مامور د مسمومولو مسئولیت پر روسیه واچوه، په داسې حال کې چې ښاغلي ټرمپ ددې مسئلې په اړه غلی و.

ټیلرسن همدارنګه د دوشنبې په ورځ افریقا ته خپل سفر نیمګړی پرېښود او بېرته واشنګټن ته راستون شو.

هغه د سه شنبې په ورځ د خدای په اماني په وینا کې روسیې ته په یو پیغام کې وویل"روسیه باید ډیر دقت وکړي چې تګلاره یې د روسیې ولس او په مجموع کې نړۍ ته څه ګټه لري. د اوسنۍ تګلارې دوام ښایي هغوی نور هم منزوي کړي."

د سیاسي چارو کارپوه اریل کوهن وايي چې ولسمشر ټرمپ به د بهرنیو چارو د نوي وزیر مایک پمپیو سره ښه کار وکړي. هغه وايي "مونږ به لا پیاوړی، لا ټرمپ پلوه او لاغښتلی بهرنی سیاست وګورو چې د دفاع له وزارت او استخباراتي ادارو سره نږدي وي."

ولسمشر ترمپ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د شمالي کوریا له مشر کیم جون اون سره د اتمي بې وسلو کولو د احتمالي خبرو په درشل کې له دندې گوښه کړ چې ښايي ولسمشر ترمپ له ایران سره نړیوال اتمي موافقه هم ماته کړي.

XS
SM
MD
LG