د لاس رسي وړ اتصالات

ښایي امریکايي ځواکونو سومالیا کې "جنګي جنایت" کړی وي


په سومالیا کې له ۱۹۹۱ راهېسې جنګ روان دی

امریکایي ځواکونو د بخښنې د نړیوال سازمان هغه راپور رد کړی دی چې وایي دغو ځواکونو ښايي په سومالیا کې "جنګي جنایت" کړی وي.

د بخښنې نړیوال سازمان پنځه داسې پېښې څېړلي دي چي د هغوی د راپور په اساس امریکايي ځواکونو په خپلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ ولسي خلک وژلي دي. دا سازمان وایي چې د ۲۰۱۷ د جون د میاشتې راهېسې امریکايي ځواکونو په سومالیا کې لږ تر لږه ۱۱۰ هوايي بریدونه کړي دي.

خو امریکایي ځواکونه وايي په سومالیا کې یې په تېرو دوو کلونو کې په هوایي بریدونو کې شاووا ۸۰۰ وسله وال وژلي دي چې په خبره یې له دغې ډلې یو هم ملکي نه دی.

په افریقا کې د امریکایي ځواکونو قومندانۍ رویټرز خبري اژانس ته وویل "زموږ څېړنې ښيي چې زموږ په هوايي بریدونو کې هېڅ غیر نظامي نه دی وژل شوی."

خو د بخښنې د نړیوال سازمان په راپور کې داسې ویل شوي دي:

"د امریکايي ځواکونو غړو چې د هوايي بریدونو په پلانولو او کولو کې رول درلود، احتمالا نړیوال قانون مات کړی دی. په دې کې د ملکي خلکو وژل هم راځي چې جنګي جنایت بلل کېدی شي. "

په دې وروستیو کلونو کې امریکايي ځواکونو د سومالیا د حکومت ننګې ته وردانګلي چې د الشباب له ډلې سره په جنګ دی. ملګري ملتونه هم د سومالیا د حکومت ننګه کوي. په ۲۰۱۷ کې ولسمشر ټرمپ په سومالیا کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې د امریکايي ځواکونو واک او اختیار لا زیات کړ.

سومالیا په افریقا کې د بې وزله هېوادونو په ډله کې راځي چې له ۱۹۹۱ راهېسې په کې جنګ روان دی.

XS
SM
MD
LG