د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه د امریکا د وتلو احتمال او غبرګونونه


امریکایي چارواکو لا د طالبانو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي

په قطر کې د طالبانو ځینو استازو ویلي دي چې امریکايي چارواکو ورسره منلې ده چې له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو پر ویستلو بحث وکړي.

د الجزیري انګلش څانګې په دوحه کې د ځینو طالب چارواکو له خولې لیکلي دي چې امریکا یو شپږ کسیز پلاوي د طالب استازو سره په مخامخ خبرو کې منلې ده چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو په اړه خبرې او بحث وکړي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې د خبرو لپاره د طالب وسله والو لومړنی او مهم شرط دی.

د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې قطر، اماراتو، پاکستان او افغانستان ته سفرونه وکړل او له طالبانو سره یې د سولې په اړه خبرې وکړي.

متفاوت غبرګونونه

سره له دې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو په اړه د بحث موضوع امریکايي چارواکو نه ده تاید کړې، خو دغې مسئلې په کور دننه د ځینو افغان سیاسي څېرو ترمنځ غبرګونونه پارولي دي، ځینو یې دا اقدام ښه ګڼلی او ځینو یې اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې که دا خبره رښتیا وي "وخت یې دی چې باید د افغانانو د حیثیت د دفاع لپاره" ولسي مقاومت پیل شي. ښاغلي صالح د طالبانو د رژیم پر مهال د شمال ټلوالې غړی و چې د طالبانو په ضد جنګېدل، ده نه دي ویلي چې اندېښنه یې په څه ده؟

د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي ویاند جاوید لودین هم په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې باید له طالبانو سره د سولې مذاکرات داسې وشي چې د دواړو هېوادونو (امریکا او افغانستان) د ملتونو قربانۍ ضایع نشي. د سیاسي چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې ظاهرآ دا ډوله خلک له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو اندېښنه لري: "یوه ډله یې چې د طالبانو ضد دي او بله ډله یې چې د طالبانو په راتګ خپلې سیاسي او شخصي ګټې په خطر کې ویني".

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي استاز ودیر ساپی په همدې نظر دی. هغه امریکا غږ ته وویل که افغان ځواکونه له افغانستان څخه وځي باید داسې کار وشي چې "د نویمو کلونو ناورین بیا تکرار نشي".

ښاغلي ساپي وویل " امریکا باید افغان حکومت او افغان ملت ته داسي ضمانت ورکړي چې له افغانستان څخه یې تر وتلو وروسته جنګ نه کیږي او سوله به وي. داسې نه چې بیا کورني جنګونه پیل شي، هېڅوک دا نغواړي."

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو بل کارپوه صلاح الدین سعیدي بیا په دې نظر دی چې نباید امریکایي چارواکي د افغانانو په غیاب کې د افغانستان د برخلیک په اړه پرېکړه وکړې.

ښاغلي سعیدي امریکا غږ ته وویل "امریکایان باید د افغان ملت پر برخلیک پرېکړه ونکړي." دی وایي باید دا ټولې خبرې د افغان حکومت په مشرۍ وشي. افغان حکومت هم ټېنګار کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وشي.

دا خبرې او پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې تر بل هربل هر وخت له طالبانو سره د سولې او بیا پخلاینې لپاره امریکايي او افغان چارواکي لیوال دي. ولسمشر غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز کړی، خو د طالبانو شرط دا دی چې دوی مخامخ له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي.

په همدې حال کې د کلفورنیا د مانتري د پوهنتون استاد توماس جانسن وايي چې په دې وروستیو کې پر افغانستان او طالبانو یو کتاب هم لیکلی دی وايي چې د افغانستان جنګ له پوځي لارې نشي ګټل کېدی.

XS
SM
MD
LG