په هند کې چارواکي وایي له تېرې یوې میاشتې راهېسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۸۰ کسان د زیکا په ویروس اخته شوي چې ۲۰ یې میندوارې مېرمنې دي.
په دغه هېواد کې د زیکا لومړنۍ پېښه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په میاشت کې د تامیل نادو په ایالت کې ثبت شوې وه. په ۲۰۱۵ دغه ویروس په نړۍ کې ۱،۵ میلیونه انسانان نیولي وو.
که میندوارې مېرمنې په دغه وایرس اخته شي، ښايي د زېږېدونکي ماشوم له ځینو ستونزو سره دنیا ته راشي چې په ډېرو برخو کې د ماشوم سر کوچنی وي او دماغ یې هم ژر وده نکوي.
شدیده تبه، د مفاصلو او عضلاتو او سر درد، د زړه بدوالی او په پوټکي کې بخار د دغه ویروس لویې نښې دي.
د هند د راجستان په ایالت کې ۳۳۰ ځانګړي ټیمونه استول شوي چې کور په کور د زیکا ضد دواپاشي وکړي. دغلته شاوخوا ۴۴۰۰۰ کسانو د ډاکټرانو تر کلک څار لاندې دي هسې نه چې په دغه ویروس اخته شوي وي.
د زیکا ویروس په لومړي ځل په ۱۹۴۷ د یوګاندا د زیکا په سیمه کې وموندل شو. دا ویروس د ماشو له لارې په ګرمسیرو سیمو کې له یو انسان څخه بل ته انتقالیږي.
د اسوشیتدپرس د راپور له مخې د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې تر ۲۰۲۰پورې ددغه ویروس ضد کوم واکسین نشته.