د لاس رسي وړ اتصالات

دروسېې دبهرنیو چارووزیر سرگی لفروف وائې،په روسېه کې دحملو لپاره افراطیان په افغانستان او پاکستان کې روزل کیږی


ښاغلې لافروف نن دجمعی په ورځ په مسکو کې وویل، دطالبانو دنسکور شوی رژیم کسان ددغو افراطیانو په روزنه کې لاس لری او ځینی افراطیان دفرغانی ناوی ته اوښتی دی .د فرغانی ناوه دازبکستان، کرغزستان او تاجکستان ترمنځ شریکه ده . هغه دغه تور په هغه مطبو‏عاتی کنفرانس کې ولگاوه چې دناټو دعمومی منشی جیپ ده هوپ شفرسره په گډه ورکړی ؤ. ښاغلی ده هوپ شفر دروسېې دجمهوررئیس ولادیمیر پوتین سره هم ملاقات وکړ. دروسېې مشر دناټو سره دېوی گډې پروژی غوښتنه وکړه چې په افغانستان او مرکزی آسیا کې د مخدره موادو په ضد مبارزه وکړی .

XS
SM
MD
LG