د لاس رسي وړ اتصالات

لادرکه شوی امریکای ته نجات ورکړل شویدی


دامریکا یوی تلویزنی شبکی چې دکیبل نیوز نیټ ورک په نامه یادیږی، وائې، دامریکا دیوې خاصی قطعی یوغړی ته چې دسه شنبی دورځی نه راپدی خوا په ختیځ افغانستان کې لادرکه شوی و، نجات ورکړل شویدی. دامریکا تلویزنی شبکی ثی ان ان دمتحده ایلاتو دیوه مامور له قوله چې نه غواړی نوم ئې یادشی ، وائې، هغه عسکر چې وی کولای شول ددښمن نه اوتښتی، دامریکا خاصی قوه ورته نن دیکشنبی په ورخ نجات ورکړاو دروغتیا حالت ئې دډاډ وړ او ښه دی . ددغې قطعی دنورو غړو دسرنوشت په باره کې معلومات لا تراوسه لاس ته ندی راغلی . دوی دهغې هلیکپټری درسیدونه لږ دمخه لادرک شول چې ددوی دژغورلو لپاره استول شوی و . دا هلیکپټر راوغورځول شو او شپاړس واړه سپاره کسان پکې ووژل شول . په عنی حال کې په کندهار کې مقامات وائې، مشکوکو طالب یاغیانو دحکومت په یوطرفدار ملا حمله وکړه . محلی ماموران وائې، په مولوی محمد نبی مصلح باندی نن دیکشنبی په ورځ په داسی وخت کې ناڅاپی حمله وشوه چې دکندهار ښار ته نژدی خپل کورته روان ؤ.هغه وروسته بیا په کندهار کې په یو نظامی روغتون کې دټپونونه مړ شو.

XS
SM
MD
LG