د لاس رسي وړ اتصالات

آسټرالیا افغانستان ته د خپلو قواو په لیږلو باندی غور کوی


د آسټرالیا صدراعظم جان هاورډ ویلی دی چی دده هیواد به افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږلو باندی فکر وکړی . هغه نن وویل چی په دې باب به د افغانستان د حکومت په پیشنهاد باندی د آسټرالیا د کابینې په غونډه کی فیصله وشی . د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ددې هفتې په سر کی ددغو اضافی عسکرو غوښتنه وکړه چی د پارلمانی انتخاباتو په وخت چی ټاکل شوې د سیپټامبر په ١٨مه وشی د شخړو او تشدد د مخنیوي سره مرسته وکړی . آسټرالیا افغانستان ته د ٢٠٠١ کال په پای کی ١٥٠ تنه عسکر ولیږل . ښاغلي هاورډ دا خبره رد کړه چی افغانستان ته به دده د هیواد د عسکرو د زیاتیدو په نتیجه کی په عراق کی د عسکرو شمیر کم شی .

XS
SM
MD
LG