د لاس رسي وړ اتصالات

په قزاقستان کی د الجبر او حساب په  اړه نړیوالی مسابقی 


په قزاقستان کی د الجبر او حساب په اړه د نړیوالی مسابقی څلور گټونکی د افغانستان نه ورغلی ځوانان و . دوی پدی کار ټول حیران کړل . پدی مسابقی کی د دوه اشتو نورو ملکونو نه زده کونکی شامل و چی د هغوی نظر یی هم د افغانستان د ځوانانو په باب بدل او ځانته یی ویاړ کمایی کړ. احمد مصطفی ناصری او مصطفی ناصری چی دواړه اولس کلن د ی او یو د بله سره په خپلو کی څه نه کیږی ، په کابل کی د افغان ترک په مکتب کی درس لولی او امید صدیق یار او محمد رفیع پیروز چی دوی هم په عمر اولس کلن دی او د شبرغانو په ولایت اړه لری د سپینو زرو مدالونه وگټل . احمد مصطفی وایی پداسی حال کی چی هغه د خپل سرو زرو په مدال ډیر فخر کوی پدی ډیر خفه شو چی د نورو ملکونو شاگردان افغانستان ته د ترورزم د کور ، د مخدره مواد د تولید د مرکز په سترگه گوری. هغه وویل د استرالیا نه یوه گډون کونکی وویل زه پدی ډیر حیران یم چی د افغانستان نه هم زده کونکو پدی مسابقاتو کی گډون کړی دی . هغه وویل بل زده کونکی ورته وویل چی موږ خو اورو چی ستاسو په ملک کی درس نشته یوازی یو د بله سره په جنگونو سر ورکوی او د مخدره موادو تولید ته مو ملا تړلی چی خوراک هم له هماغه درکه تر لاسه کوی . ده وویل زه په سړه سینه ددی بل ځوان سره وغږیدم او هغه ته می ټول حالات تشریڅ کړل مصطفی ویل په اخر کی می هغه له ما سره ژمنه وکړه چی کله چی دی خپل هیواد استرالیا ته شتون شی نود افغانستان په باب به خپلو خلکو ته زما له خولی د زړه ورو افغانانو کیسی واوه وی . د مصطفی ناصری خوله د مدال د تر لاسه کولو په وخت د خندا نه نه پټیده . ده ویل زده کونکو اول موږ ته وویل چی پدی خوشحاله یو چی تاسو ته هم پدی مسابقی کی موقع درکړ شوه خیر دی که یو مو نه وړه خو هغه سا واخیسته او سر یی جگ ونیو او په خوشحالی یی وویل کله چ موږ څلور مدالونه وگټل نو ددوی خولی وازی پاتی وی . دوی ددی خیال همنه کاوه چی موږ به ددوی نه دا سمابقی وگټو. د الجبر استاد چی اوس په لیسه کی درس ورکوی ددی هلکانو ډیر تعریف وکړ. او ویی ویل افغانان دښډیر با ستعداده خلک ښکاری ځکه چی وییویل نمونه مو یی په سترگو ولیدله . د افغان ترک ماتب چب د ترکیی یوه غیر دولتی اداره ده په نولسوه پنځه نویم کی په خپلو فعالیتونو پیل کړی او تر اوسه یی ډیر زیات شمیر تکړه ځوانان ټولنی ته وړاند یکړی د ی. هغوی د طالبانو په وخت کی تر څملو لاند یو او پی تور و چی ترکی مفکوری غواړی په افغانانو کی خپری کی. اوس پدی مکتب کی د اتلسو ترکانو په شمول پنځه دیرش استادان پنځه سوو افغان زده کونکو ته درس ورکو ی.

XS
SM
MD
LG