د لاس رسي وړ اتصالات

یاغی طالبانو په پټه حمله کی یو افغان مامور وژلی دی


افغان مامورین وایی مشکوکو یاغی طالبانو پرون د هلمند په ولایت کی د یوې ولسوالۍ په مرستیال گل محمد او دهغه په ډرایور باندی ډزي وکړې او دواړه یې ووژل . څه د پاسه درې کاله مخکی چی د امریکا په مشري ائتلافی قواو د طالبانو رژیم را نسکور کړ ، ددغه نسکور شوي رژیم طرفداران او س هم په خاصه په جنوبی او ختیځو سیمو کی خپلو چیریکی حملو ته په داسی وخت کی دوام ورکوی چی په دې راتلونکي سیپټامبر کی به پارلمانی انتخابات کیږی . او یواځی په همدې روان کال کی څه د پاسه ٧٠٠ کسه چی زیاتره یې یاغی طالبان وو وژل شوی دي .

XS
SM
MD
LG