د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی یاغیانو د استخباراتو یو محلی آمر وژلی دی


افغان مامورین وایی چی مشکوکو یاغی طالبانو د زابل د ولایت د استخباراتو آمر محمد رسول وژلی دی . هغوی وایی چی په دې سړي باندی نن سهار وختی د دای چوپان په ولسوالي کی ډزي وشوې او ووژل شو . یوه سړي چی ځان یې د طالبانو نطاق او نوم یې عبدالطیف حکیمی معرفی کړ وویل چی هغه طالبانو وژلی دی . ددې هفتې په سر کی د هلمند په ولایت کی هم د انتخاباتو د چارو یو کارکونکئ ووژل شو . او د نورستان په ولایت کی یاغی طالبانو په بیلو بیلو حملو کی څلور افغان عسکر او څلور پولیسان وژلي دي .

XS
SM
MD
LG