د لاس رسي وړ اتصالات

د هسپانیې د دفاع وزیر افغانستان ته رسیدلی دی


د هسپانیې دد فاع وزیر هوزې بونو افغانستان تللئ چی هغه ځای وگوری چی په کی یو هلیکوپتر را لویدلئ چی په کی د ناتو١٧ سوله ساتونکي عسکر چی ټول یې هسپانویان وو ووژل شول . دغه هلیکوپتر د تیري سه شنبې په ورځ د هرات ښارته نژدې کله چی یې دروزني د چارو ماموریت سرته رساوه را ولوید . ښاغلئ بورنو وایی دئ ددې هلیکوپتر په را غورځېدو کی ددښمن حمله نه شی ردولای .مگر هغه وویل چی مامورین تر اوسه لا هم په دې باب تحقیقات کوی . د هسپانیې ددفاع وزیر وویل چی د یوه بل هسپانوي هلیکوپتر پیلوټ کله چی یې د ځمکي پر مخ دودونه ولیدل فکر یې وکړ چی حمله پر شوې ده نو هغه په اضطراری توگه خپل هلیکو پتر په ځمکي کښینا وه چی په دې وخت درې عسکر په کی زخمي شول . افغان مامورین وایی چی د هلیکوپتر د را لویدو علت به شاید تصادفی پېښه یا خراپه هوا وه .

XS
SM
MD
LG