د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او طالبانو په ١٩٩٨ کال کی پټه غونډه کړې وه


د سري اسنادو نه ښکاری چی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مامورینو په ١٩٩٨ کال کی د طالبانو د ځینو لوړ رتبه مامورینو سره کتلی وو او د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژلو یا د افغانستان نه د هغه د وتلو په باب سره غږیدلي وو . دغه اسناد چی د پنجشنبې په ورځ افشا شوي ښئی چی د واشنگټن او د طالبانو د واکمنانو تر منځ دیپلوماتیکي تماسونه په افریقا کی د امریکا په سفارتونو کی د بمونو د مرگانیو چاودنو نه څو میاشتی وروسته شروع شول ، او همدا راز دا هم په کی راغلي چی په امریکا کی د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د ١١می تروریستی حملو نه تقریبا درې کاله مخکی هم دغه ډول غونډي شوی وې . په اسنادو کی ښودل شوي دي چی په پاکستان کی د امریکا د سفارت یوه دیپلومات د ١٩٩٨ کال په آخیر کی دوه ځلي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د یوه لوړ رتبه مامور سره کتلي و . په دې خبرو کی د طالبانو دغه مامور دا نظر ورکړی و چی امریکا دی یا په خپله بن لادن ووژنی او یا دی داسی ترتیبات برابر کړی چی هغه دنورو په لاس ووژل شی ، دغه مامور دا اندیښنه څرگنده کړې وه چی که طالبان د القاعده مشر د ملک نه وباسی یا هغه امریکایانو ته تسلیم کړی نو د افغانستان خلک به د طالبانو د رژیم نه لاس په سر شی . وروسته د امریکا په مشري په افغانستان باندی د حملو په وجه د طالبانو رژیم د ٢٠٠١ کال په اکتوبر کی ړنگ شو .

XS
SM
MD
LG