د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د زینگ ژیانگ په شمال ختیځه برخه کی د مرغانو د انفلونزا د خپریدو نښی لیدل شویدی


د چین د کرنی وزیر، چه د مرغانود ناروغی په باره کی نوی معلومات خپاره کړیدی وایی، د زینگ ژیانگ په شمال ختیځه برخه کی ددی ناروغۍ د خپریدو نښی لیدل شویدی. دا رپوټ وروسته له هغه خپورشو چه چینایی مامورینودغو تورونو په باب د حکومت دفاع وکړه چه ویل یی ددی ناروغۍ د تازه پیښو رپوټونه یی ندی خپاره کړیدی. خود چین د روغتیا وزیر،گاوشنگ، وویل هغه اندیښمن دی چه محلی مامورین د مرغانو د انفلونزا د تشخیص اود علایمود پیژندلو مهارت نلری. د چین رسمی خبری اژانس سینهوا، وایی، ددی نارغۍ یوه لابراتوار، دا خبرتایید کړچه په زینگ ژیانگ کی، دری سوه چرگوړی، په دغه وژونکی مرض مړه شویدی. له بلی خوا، د اندونیزیا، د روغتایی چارومامورین وایی چه د جاکارتا کی په یوه روغتون کی یوه پنځه ویشت کلنه ښځه په دی مرض مړه شویده. نړیوالی روغتایی موسسی تراوسه پوری ددی ښځی دنارغئ د ازموینه نتیجه نه ده تایید کړی.

XS
SM
MD
LG