د لاس رسي وړ اتصالات

د روعتېا نړېوالی اداری په اندونېزېا کې دمرغانو په والگی د اتم ناروغ مرگ هم تاېېد کړیدی


د اندونېزېا چارواکی وایی چې د روعتېا نړېوالی اداری په دغه هېواد کې دمرغانو په والگی د اتم ناروغ مرگ هم تاېېد کړیدی. د روغتېا ېوه چارواکی نن د شنبی په ورځ ووېل هغه ازموېنی چې په هانگ کانگ کې په لابراتوارونو کې شویدی دا څرگندوی چې هغه پنځه وېشت کلنه ښځه چې ددی اونی په سر کې مړه شوه هغی د H5N1 وېروس چې د مرغانو دوالگی سبب کېږی درلود. په عېن حال کې دېوکراېن چارواکو د اول ځل لپاره رپوټ ورکړیدی چې ددغه هېواد په چرگانو کې دمرغانو د والگی د ناروغی نښی نښانی لېدل شویدی.. د ېوکراېن د کرنی وزارت وایی دالا معلومه نده چې د کرېمېا په ټاپو وزمه کې دغه وېروس هما غه وېروس دی چې انسانانو ته هم خطرناک دی او که نه. د مرغانو والگی ېا اېنفلوېنزا له ‏(‎٢٠٠٣‏)‎ مېلادی کال نه تراوسه پوری په اسېایی هېوادونو کې کابو ‏(‎٧٠‏)‎ کسان وژلی او په ډېرو اروپایی هېوادونو کې په چرگانو کې هم خپره شوېده. دروغتېا چارواکی دا وېره لری چې داوېروس په داسی بڼه بدلون موندلی شی چې په اسانی سره به د انسانانو تر منځ خپرېدلی شی او په ملېونونو انسانان وژلی شی.

XS
SM
MD
LG