د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د ناټود قواؤ پراختيا


د ناټود بهرنیو چارووزیرانو هغه پلان منظورکړیدی چه غواړی د افغانستان په ناکراره جنوبی سیمه کی نورسوله ساتونکی عسکرهم واچوی. د ناټو عمومی منشی ډی هوپ شیفرنن، په بروکسل کی ددغه تړون د خارجه وزیرانوسره د غونډی نه ورسته دغه اعلان وکړ. ده وویل چه کوم شپږ زره عسکر به ددغه تړون د هغونهه نیم زرو سوله ساتونکو اتلافی عسکرو ملاتړ وکړی چه دوخته په افغانستان کی اچول شویدی. ده وویل دا نوی عسکر به د سولی په ساتلوکی همکاری او مرسته وکړی او دا یقین به حاصلوی چه ترورستان نور په دی ملک کی ځای نلری. د امریکا خارجه وزیری کاندولیسا رایس خبریالانو ته وویل دغه پلان ثابته کړه چه دغه اتحاد په افغانستان کی د امنیت د ساتلو اوهمدغه راز د مقاماتو سره د اصلاحاتو د قوانیود عملی کولو لپاره په خپلی ژمنی او وعدی ولاړ دی. د ناټو مامورین وایی د تروریزم ضد ډیرخطر ناک کار به د امریکا په مشری د اتلاف د شل زره کسیزی قوی په لاس کی پاتی وی ، خو ناټو به د افغانستان د محلی قوی په روزلو کی مرسته او د هغو ملاتړ وکړی

XS
SM
MD
LG