د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامی افراطيانو او داړه مارانو ترمنځ نښته


پاکستانی چارواکی وایی چی د افغانستان په پوله پرتی قبایلی سیمه کی د اسلامی افراطيانو او داړه مارانو ترمنځ نښتو کی لږ تر لږه اوه تنه مړه شویدی. دغه مقامات وایی چی دا نښتی د چارشنبی په شپه د شمالی وزیرستان په سیمه کی شویدی چی په دی کی څلور داړه ماران او دوه افراطیان وژ ل شویدی. د دی میاشتی د سر نه را په دیخوا شروع شو د اسلامی افراطیانو او داړه مارانو ترمنځ نښتو کی ١٥ تنه وژل شویدی. چی پکی ١٠ داړه ماران دی. دغه غلو به موټری درولی او د سورلو نه به یی پیسی لوټلی. بلخوا د پاکستان په بلوچستان صوبه کی د یاغی قبایلو ترمنځ روانو شخړو کی د برق ستنی نړول شوی او په دولتی ودانیو باندی حملی هم شویدی دغه سیمه کی د پاکستان فوځ دا پینځمه ورځ ده چی د یاغی بلوچ قبایلو په ضد عملیات کوی

XS
SM
MD
LG