د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ بینکت په هغه پیغام کې چې د نوی مسیحی  کال  په مناسبت ئې  خپور کړیدی، دسولی غوښتنه وکړه


نړۍ د مسېحېانو دېنی مشر پاپ بېندېکټ دنړۍ مهمو اشخاصو، نړېوالو موسسو او دنړۍ حکومتونو ته ټېلېفونونه کوي چې په نوي کال کې د سولې لپاره په گډه کار وکړی.

پاپ د خپل پاپ توب لومړی کال په واتېکان کې د سنېټ پېټر په باسېلېکا کې نن ولمانځه. هغه د رومن کاتولېک فرقی عقېدتمندانوته په روم کې د خبرو په ترڅ کې خبر داری ورکړ چې د نړۍ سوله دترهگری، نهېلېزم تباهی او بر بادی او سرزورې بنېادگرایی په بڼه کې له پټ خطر سره مخامخ ده .

د کاتولېک کلېسا هر کال د نوی کال ورځ د نړی د سولی د ورځی په نامه نوموی.

پاپ بېنډېکټ پر ملگروملتونو غږ وکړچې عدالت، ېووالی او سوله پر مخ بوزی ځکه داسی ښکاری چې په دنېاکې ډېرو کمو خلکو دغو ارزښتونو خپل وخت وقف کړی وی. ددی په پرتله اقتصادی پر مختگ او د جهانېت پدېدی ته ډېره توجه کېږی.

XS
SM
MD
LG