د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د انتخاباتو نتیجی ښیی چی شیعه پارټیو د پارلمان زیاتره چوکی گټلی دی


د دسمبر په پنځلسمه نیټه د عراق د انتخاباتو وروستی او نهایی نتیجی ښیی چی شیعه مذهبی ډولو پارتیو د پارلمان زیاتره چوکی گټلی دی خو دومره نه چی پکی اکثریت ولری.

د انتخاباتو مامورینو نن وویل چی د عراق گډ اییتلاف د پارلمان د ٢٧٥ چوکیو نه ١٢٨ چوکی نیولی دی . د کردانو اییتلاف چی هغه هم ددوی ملاتړ کوی ٥٣ چوکی گټلی د ی. د سنی عرب دوه و مهمو ډلو ۴۴ او ١١چوکی گټلی د ی.

دا ډلی که نتیجی نه منی نو دوی ورځی لری چی دعوا وکی .

خو نن د انتخاباتو د نتیجو د اعلانونو نه مخکی په بغداد کی تشدد بیا زور اخستی و عراقی مقامات وایی لږ تر لږه دوه تنه د سړک د غاړی د بم په چاودنه چی هدف یی د امریکایی قواو د گزمی عسکر و ووژل شول.

په بله جلا پیښه کی د عراق یو لوړ رتبه سنی عرب مشر ادنام دولیمی د امریکایی ژورنالستی ‏(‎ جل کرول ‏)‎ یرغمل نیونکو نه وغوښتل چی دا ژورنالسته دی پری گدی . د هغی یرغمل نیونکو گواښ کړی د ی چی که امریکایی قواوی نن په عراق کی عراقی ښځی بندیانی خوشی نه کی نو دوی به دا ژورنالسته ووژنی .

XS
SM
MD
LG