د لاس رسي وړ اتصالات

حماس ډلی  پرون د فلسطین په پارلمانی انتخاباتو کی ښکاره بریالیتوب تر لاسه کړ


د فلسطین د صدراعظم احمد قوریه‏ ‎ کابینی وروسته له هغه استعفی وکړه چی د حماس ډلی پرون د هغه ملک په پارلمانی انتخاباتو کی ښکاره بریالیتوب تر لاسه کړ

حماس چی وایی د یوسلو دو دیرش چوکیو نه یی په پارلمان کی اویا چوکی تر لاسه کړی وایی د نورو سیاسی ډلو سره په گډه د یوه شریک حکومت جوړول غواړی

مخکی تر دی ، د انتخاباتو د چارو مامورینو وویل چی حماس پداسی حال کی چی د انتخاباتو پروسه ختمیدو ته نږدی کیږی د فتح گوند نه مخی ته شوی ده ، خو پدی باب به وروستی او نهایی نتیجی نن وروسته اعلانیږی

حماس په اسراییلو کی څو څو ځله وژونکی حملی کړی د ی او متحده ایالات او اسراییل یی تررستی ډله بولی

جمهور ریس بش د چهار شنبی په ورځ وویل هغه به تر هغی د حماس سره کار او همکاری ته حاضر نشی تر څو چی دا ډله د اسراییلو د له منځه وړلو هڅی له زړه نه ایستلی نه وی

XS
SM
MD
LG