د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا باید دمرغانو دمرض دمخنیوی کوښښونه پیل کړیدی


دروغتیائې چارونړیواله اداره وائې، اندونیزیا دمرغانو دمرض سره دمبارزی اومخنیوی لپاره دښې حفظ الصحی په برخه کې پاملرنی او کارته ضرورت لری.

الکساندر وان هیلدو براند دنړۍ په روغتیا ئې اداره کې دجنوب شرقی آسیا په دفترکې صحی مشاور دی.هغه وائې، ددی غټ خطر شته دی چې دامرض په مارکیټونوکې چې پکې حفظ الصحی ته دومره پاملرنه نه کیږی له مرغانونه ،انساناتو ته سرایت وکړی .

ښاغلئ هیلدر برند چې دپنځو ورځو په سفراندونیزیاته تللی ؤ، دخپل سفرپه وروستی ورځ ئې داندونیزیا پرحکومت غږوکړ چې دمرغانو دمرض دمخنیوی لپاره دی په مارکیټونو کې دحفظ الصحی مراعات وکړی، دکثافتونوپه کنټرول کې دی زیاراوباسی او پاکی اوبه دی خلکوته برابرکړی .

داخبرداری دیوه دویشت کلن ځوان دمرگ نه وروسته چې کورنې چرگان ئې روزل ،ورکړل شو.

ویل کیږی، که داقضیه په ثبوت ورسیږی نو دابه په اندونیزیا کې پنځلسم کس وی چې لدی مرض له لاس ه مړکیږی.

XS
SM
MD
LG