د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن په کانفرانس کې باید د خلکو دژوند بهبود ته پاملرنه وشي


د بشر دحقوقونړیواله مؤسسه هیومن رایټس واچ وایي بسپنه ورکونکي چې په روانه هفته کې په لندن کې غونډه کوي باید د توجه اصلي ټکئ یې د خلکو د ژوند ښه کول وي.

د شپېتو نه زیات ملکونه چې نن پدې دوه ورځني کانفرانس کې برخه اخلي د افغانستان د ودې دپاره یو چوکاټ جوړوي. دا چوکاټ چې د یوه تړون په نامه هم یادېږي د بن د هغې موا فقې ځای نیسي چې د طالبانو د رژیم د سقوط نه ورورسته څلور کاله یې د افغانستان سیاسي جریان پرمخ بوته.

د بشر د حقوقومؤسسې ددې کانفرانس په شروع کې یو بیان خپور کړئ او وایي چې پکار دي چې کانفرانس په افغانستان کې په امنیت او دخلکو په وده او انکشاف تاکید وکړي. دغه مؤسسه چې مرکز یې په نیویارک کې دئ وایي چې په افغانستان کې د امنیت اصلي معیار هلته د ‏خارجي عسکرو د شمېر موجودیت ندئ،بلکه اصلي خبره داده چې څنگه خلک آزارگرزیدای شي او خپل ماشومان مکتب ته لېړلئ شي.

XS
SM
MD
LG