د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې بم چاودلئ


افغان چارواکي وایي د ناټو د اتحاد د سوله ساتونکو د قواوو یوه کتار ته نژدې د بم یوې چادوني یو سړی وژلي او د یوه الماني سوله ساتونکي په گډون یې لږترلږه دولس تنه نور ټپي کړي دي.

دغو مامورینو وویل دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ هغه وخت پېښه شوه چي د کندوز په ښار کي یو بم چي په یوه بایسکل پوري تړل شوی وو، د ناټو د اتحاد د درو موټرونو څنگ ته منفجر شو.

د ناټو په قیادت د څو هیوادونو گډه قوه همدا اوس د افغانستان په نسبتاً ارامو شمالي او غربي سیمو کي امنیت ساتي، مگر په زیاتېدونکي توگه تر حملو لاندي دي.

د ناټو اتحاد غواړي چي په افغانستان کي د خپلو قواو شمېر سږکال له نهو زرو څخه ښپاړس زرو ته جگ کړي، او ورو ورو د افغانستان جنوبي ناکرارو سیمو ته وغزېږي. امریکایې عسکر اوس پدغه سیمه کي چي طالبان پکې فعال دي، گزمي کوي.

گلرحیم نیازمن پدې باب د کندز نه دا رپوټ رالېږلئ دئ.

XS
SM
MD
LG