د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې دمرغانو دمرض علامی په دوو کسانوکې لیدل شویدی


دچین دکرهڼی وزیر دچرگانو داحتمالی پراخ مرض دخپریدو خبرداری ورکړیدی، په داسی حال کې چې دغه هیواد په انسانانو کې د( ( H5N1 ویروس د دو نویو پیښو اعلان کړیدی .

دچین دولتی میډیا رپوټ ورکړیدی چې دکرهڼی وزیر ‏(دو کینگ لین‏)‎ وویل، مقامات باید په لوړه درجه متوجه اوسی او کوښښونه چټک کړی څو ددغې ناروغی مخه ونیسی . دی وائې، چین تیرکال دوه نیم میلونه چرگان ووژل چې ددغه ویروس دخپریدومخه ونیسی .

دسین هووا خبری اژانس دعامی روغتیا دوزارت دیو بیانی په قول پرون وویل، دیوې نهه ‏(‎ ٩ ‏)‎ کلنې جنۍ او دیو شپږویشت ‏(‎ ٢٦ ‏)‎ کلن سړی دطبی معاینو نه څرگنده شویده چې دوی د ‏(‎ H5N1 ) ویروس لری او حالت ئې جدی دی .

جمهوررئیس ژاک شیراک وروسته له هغه رپوټ نه چې وائې، دلیون ښار ته نژدی دترکېې دچرگانو په یو فارم کې دچرگانو دمرض علامه لیدل شویده، له فرانسویانونه و غوښتل چې پدی باره کې ورخطا نشی.

دفرانسی دکرهڼی داتحادی یوه مامور اندیښنه څرگنده کړه چې دغه انکشاف به دفرانسی دچرگانو دغوښی صادراتوته تاوان ورسوی .

XS
SM
MD
LG