د لاس رسي وړ اتصالات

دپل چرخی دزندان بلواگرو بندیانو منلی ده چې تشدد به په موقتی ډول بند کړی


افغان مامورین وائې چې دپل چرخی دزندان بلوا گرو بندیانو دحکومت دمشر مرکچې ته دخپلو غوښتنو دلست له ورکولووروسته دا منلی ده چې تشدد به په موقتی ډول بند کړی .

دافغانستان دسولی او بیا پخلاکیدنی دکمیسیون مشر صبغت اله مجددی وائې چې ددوی دغوښتنو په باره کې به له حکومت سره خبری وکړی. هغه دیوې سوله ایزی او آرامی فیصلی امید ښکاره کړ.

دعدلی دوزارت معین محمد قاسم هاسمزی وائې: دی غواړی چې جنجال په آرامی سره ختم شی مگر خبرداری ئې ورکړچې که ضرورت پیښ شی حکومت به له قوی نه کارواخلی .

افغان مقامات وائې چې بلوا گر اکثره طالب سرتیری او یا دالقاعده ددهشتگری شبکی غړی دی.

دپل چرخی په زندان کې تشدد او مرگ ژوبله دشنبی په ناوخته هغه مهال پیل شوه چې زندانیانو ته امر وشو چې دزندان یونیفورم واغوندی .

مقاماتو لدی لپاره دایونیفورمونه جوړکړی وو چې دتیری میاشتی په څیر له زندان نه دتیښتی مخه ونیسی. تیره میاشت اوه تنه طالبان له زندان نه په ملکی لباس کې ووتل .

XS
SM
MD
LG