هغه په یوه تلویزیونی وینا کی چی په نوی دهلی کی یی د مشهوری پورانه کلا نه خپره کړه د هند خلکو ته وویل چی د سړی جگړی د وخت دښمنیو او مخالفتونو دغه دوه دیموکراسی لرونکی ملکونه د لس هاو کلون دپاره سره لری ساتلی و.
مگر هغه وویل چی اوس دغه دواړه هیوادونه په گډه نړی بدلولای شی .
هغه وویل هند کی د پانگه اچونی امکانات زیات او زمینه برابره ده او د امریکایی زراعتی او نورو موادو دپاره گمرکی تعارفی به هم را ټیټی کړی.
د تررزم په باب هغه وویل چی هند او متحده ایالات د تررزم په خلاف جگړه کی سره شریک او نږدی ملگری د ی.
هغه وویل دا دواړه ملکونه ازادی باندی مین دی او په گډه به د تررزم په خلاف مبارزی ته ډدوام ورکی .
هغه وویل دا دواړه ملکونه به هغه حالات بدل کی چی له کبله یی تررزم منځ ته راځی . هغه دا خبری د یوه ډلی ځوانانو سره په هند کی د تکنالوژی په مرکز حیدراباد کی د یوی تجارتی موسسی زده کونکو ته وکړی.
هغه وویل واشنگتن په نظر کی لری چی په حیدر اباد کی هم خپله یوه قونسلگری پرانیزی. ښاغلی بش د ذروی تکنالوژی په برخه کی د هند او متحده ایالاتو تر منځ د وروستی موافقی په باب وویل چی د هغه او صدراعظم من مو من سنگ په لاس لاسلیک شوه د دواړو هیوادو اقتصآدی او امنیت لا ټینگ او پیاوړی کړی.
پداسی حال کی چی ښاغلی بش خبری کولی په زرهاو خلکو په حیدراباد کی د جمهور ریس د راتلو په خلاف مظاهرو ته را وتلی و .
مظاهره کونکو د القاعده د شبکی اسامه بن لادن عکسونه په لاوسونو کی نیولی و او د جمهور ریس بش نانځکی ته یی اور واچاوه.
د پلیسو او مظاهره کونکو تر منځ په نښتو کی څلور تنه زخمی شول.
په شمالی ښار لکهنوو کی مظاهری د هندو او مسلمان تر منځ په جگړو بدلی شوی چی په نتیجه کی یی یو تن مړ او څو تنه ټپی شول. ښاغلی بش به د شنبې په ورځ په پاکستان کی د لوړ رتبه مامورینو سره وگور ی.