د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او افغانستان تر منځ ناندرۍ


د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر د پاکستان د جمهور رئیس پروېز مشرف ددې انتقاد ځواب ویلئ چې گواکي افغانستان په خپله دې خبره ټینگار کوي چې په پاکستان کې یې د تیرورستانو د پټېدو د ځایونو په هکله استخبابراتي معلومات صحیح دي.

د جمهوررئیس کرزي دفتر نن دهغو استخباراتي معلوماتو دفاع وکړه چې وایي تېرورستان په پاکستان کې آزاد گرزي.

دا خبره د ښاغلي مشرف ددې تور په مقابل کې شوې چې افغانستان په پاکستان پسې ناوړه تبلیغ کوي او د تېرورېزم سره د پاکستان د جگړې په تعهد کې شک پیدا کوي.

ښاغلي مشرف پرون وویل چې په پاکستان باندې دغسې انتقادونه قصدي دسیسه ده. هغه وايي چې د افغانستان استخبارات زاړه او غلط دي.

ددې دواړو ملکونو تر منځ دا تبصرې پداسې وخت کې کېږي چې د امریکا خمهور رئیس په تېره هفته کې دې علاقې ته سفر کړئ. دا ناندرۍ ددغو دوو گاونډیو ملکونو تر منځ د روابطو بې خوندي ښیي او په دواړو ملکونو کې د یاغیانو حملې زیاتې شوېدي.

XS
SM
MD
LG