د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو پوځي قوماندان طالبان او القاعده کمزوري بولي


د ناتو پوځي قوماندان وايي طالبان او القاعده ددې توان نلري چې په افغانستان کې اوی مقاومت وکړي او که هغوي د ائتلافي قواوو په مقابل کې کوم اقدام وکړي ډېر زر به ماتې وخوري.

امریکا یي جنرال جېمز جونزچې تېره هفته افغانستان ته تللئ ؤ وایي چې په افغانستان کې د ناتو قواوې دېته تیارې دي چې دیاغیان، قومي مشرانو او یا نورو حملې شنډې کړي.

پدې تازه وختو کې د جنگیالیو حملې دومره زیاتې شوې چې قریب هره ورځ یې رپوټونه خپرېږي. یو افغان انجینیر چې د ملگرو ملتونو سره یې کار .کاوه په فراه کې چا وژلئ او امنیتي قواوو په هماغې علا قې کې د بم یوه حمله شنډه کړېده. افغان مقاماتو ددې پېښو رپوټ پرون ورکړ او وايې چې دا کار طالبانو کړیدئ.

XS
SM
MD
LG