د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان  د القاعده او طالبانو د قواو سره په مبارزه کی د پاکستان سره مرسته  کوی


هغه پرون د پاکستان نه دا په کلکه وغوښتل چی د تررزم سره په جگړه کی ریښتین اوسی. ددغو دواړو هیوادونو تر منځ روابط په تیره میاشت کی خړ پړ شوی دی . افغانستان وایی چی د طالبانو مشران په پاکستان کی ازاد گرځی .

اسلام اباد وایی داسی دسیسی ورته کیږی چی ښیی پاکستان گواکی د تررزم سره په جگړه کی کمزوری دی.

مگر د افغانستان خارجه وزیر عبدالله وایی چی افغانستان دی ته تیار دی چی په یو بل باندی د تومتونو پر ځای د پاکستان عملی کار وکړی .

هغه دا وینا په مالیزیا کی د خپل سفر په وخت وکړه.

د امریکا په مشری قواو طالبان په یو دپاسه دوه زرم کال کی د قدرت نه را وپرځول او دا کار یی وروسته له هغه وکړ چی د طالبانو حکومت په امریکا کی د سپتامبر د یولسمی تررستی حملو نه وروسته د القاعده مشر اسامه بن لادن امریکا ته تسلیم نه کړ.

XS
SM
MD
LG