د لاس رسي وړ اتصالات

نامعلومو وسله والو کسانو دغزنی پخوانی والی وژلی دی


مشکوکوطالب یاغیانو دموټرو په هغه کتار باندی چې دغزنی والی پکې و ‏دخرپ او ترپ حمله کړیده .

په دغې حمله کې دغزنی والی شیر عالم ته تاوان ندی رسیدلی مگر په ډزو کې دوه حمله کوونکی ووژل شویدی.

نن په یوه بله پیښه کې دغزنی پخوانی والی تاج محمد چې په قاری بابا ئې شهرت درلود وژل شویدی . دهغه دوژل کیدو ملامتی په طالب جنگیالیو باندی اچول شویده . په دغه حمله کې دقاری بابا دمحافظ په شمول دری تنه نور وژل شویدی .

بل پلوافغان مامورین وائې چې دهیواد په جنوبی سیمه کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې لږترلږه نهه ‏تنه پولیسان وژل شویدی.

مقامات وائې چې دبم دغه چاودنه پرون په داسی وخت کې وشوه چې پولیسانو دهغو څلورو البانې کارگرو مړی لیږدول چې یوه هفته پخوا مشکوکو طالب یاغیانو برمته کړی وو .

دغه څلورکسان چې دمقدوتې گگ له څلورو افغانانو سره برمته شوی وو او وروسته بیا څلورواړه افغانان خوشی کړی شول . دغو کارگرو دایکو لاگ په نوم شرکت ته کارکاوه . دغه شرکت دامریکا او افغان پوځی قشلوکې دحفظ الصحی کارونه سرته رسول .

XS
SM
MD
LG