د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو ویاند د افغان مسیحي خوشي کېدل غندي


د طالبانو یوه ویاند د یوې افغانۍ محکمې هغه فیصله وغندله چي د هغې پراساس هغه افغان خوشي شو چي له اسلام څخه مسیحیت ته اوښتی وو او د اعدام د احتمال سره مخامخ وو.

محمد حنیف چي د طالبانو د نطاق ادعا کوي پر افغانانو ږغ وکړ چي د دغي فیصلې پر خلاف راپورته شي.

عبدالرحمان پنځلس کاله پخوا له اسلام څخه مسیحیت ته اوښتی وو او له همدې کبله بندي وو. په افغانستان کي له اسلام څخه بل دین ته اوښتل یو لوی جرم دی. مگر یوې افغانۍ محکمې د بین المللي فشارونو له امله ښاغلی عبدالرحمان خوشي کړ.

د طالبانو نطاق وویل د محکمې دې تصمیم دا ثابته کړه چي د افغانستان قضاییه او اجراییه قواوي مستقلي او آزادي ندي. دغه نظاق د هغه په قول د افغان د گوډاگي حکومت دغه فیصله وغندله.

عبدالرحمان د چهارشنبې په شپه وروسته له هغه روم ته ورسېد چي د ایتالیا حکومت هغه ته پناه ورکړه.

په واشنگټن کي د چهارشنبې په ورځ، د متحده ایالاتو د اولسي جرگې استازو د رایو په اتفاق یوه پرېکړه منظوره کړه چي د افغانستان حکومت د ادیانو د ازادۍ اصل احترام کولو ته را بولي.

XS
SM
MD
LG