د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو د قوماندان  اعلامیه


د ناتو د قواو غټ قوماندان جنرال جیمز جونز وایی چی دغه اتحاد دی ته تیار دی چی د اگست تر میاشتی پوری په ټول افغانستان کی خپلی د سولی ساتنی قواوی ځای پر ځای کړی.

د متحدینو د قواو دغه ستر قوماندان نن په بلجیم کی ژورنالستانو ته وویل چی قواوی به یی تر همدی وخت پوری د افغانستان په جنوبی او ختیځو سیمو کی واچولای شی ، پدی شرط چی ملکونه یی موافقه وکی .

پدغو پراخو شویو قواو کی به امریکایی عسکر شامل وی. مگر جنرال جونز وایی چی د امریکا نوری قواوی به د تررزم ضد خپلو عملیاتو ته چی د طالبانو د باقی پاته کسانو او د القاعده د مبارزینو د نیولو کوششونه کوی ، خپلو عملیاتو ته دوام ورکوی


XS
SM
MD
LG