د لاس رسي وړ اتصالات

د مخدره موادو په مارکټ حمله شوې


افغانستان د مخدره موادو پر خلا ف جگړه سخته کړې او پدې لړ کې یې پاکستان ته نږدې د تریاکو او هېروئینو په بازار حمله کړېده

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې خاصو قواوو نن کهیځ وختي د هلمند د ولایت د بهرام چاه په ښارگوټي کې چې د مخدره موادو د کارو بارلوی مرکز بلل کېږي حمله وکړه.

تر بل هر ملک نه په افغانستان کې زیات تریاک تولیدېږي.جمهور رئیس کرزي لوړه کړې چې د مخدره موادو پر خلاف به مبارزه کوي. هغه تېر کال پدې ارتباط یو اته فقره ایز پلان وړادې کړ تر څو د کوکنارو د کرنې مخه مطلقه بنده کړي.

امریکا د افغانستان سره پدې لاره کې د ٧٨ مېلیونو ډالرو مرستوژمنه کړې او برتانیې پدې لاره کې د خپلوکړو ژمنو ددوه چنده کولو لوز کړیدئ


XS
SM
MD
LG