د لاس رسي وړ اتصالات

په دنیا کې ډېر ماشومان وږي گرزي


د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یو نوئ رپوټ وایی چې هر کال پنځه اعشاریه شپږ مېلیونه ماشومان د لوږې مري

رپوټ وایی چې ١۴٦ مېلیونه نور ماشومان د ډنگرئ په وجه د ژوند په اولو شپو ورځو کې مري. ملگري ملتونه کوشش کوي چې تر کال دوه زره پنځلس پورې د ماشومانو لوږه نېمایي ته را کمه کړي.

خو د ماشومانو د خیر ښېگنې اداره وایي چې دغه هدف د نونس سوه نوي په لسیزه کې ټاکل شوئ ؤ او تر اوسه پورې فقط پنځه فیصده بهبود پکې راغلئ.

رپوټ وایي چې تر ټولو ډنگر او خوارماشومان د جنوبي آسیا دي. په چین کې د ماشومانو وضع په چټکۍ ښه کېږي.

XS
SM
MD
LG