د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی دری جلا جلا حملی


په افغانستان کی دری جلا جلا حملی شوی دی چی پکی د دریو ایتالیوی سوله ساتونکو په شمول اوه تنه وژل شویدی .

یو پوځی ویاند وایی چی دا عسکر پدی چاودنه کی هغه وخت ووژل شول چی نظامی کتار د سړک د غاړی په ایښودل شوی بم ور برابر شو

پدی حمله کی څلور ایتالوی عسکرژوبل شوی هم دی. ایتالیا د ناتو د سوله ساتونکو په جمله کی دوه زره عسکر افغانستان ته لیږلی د ی.

د هلمند په جنوبی ولایت کی قبایلی مشر حاجی لالا د هغه وراره او د هغه محافظ هغه وخت ووژل شول چی د سړک د غاړی هغه بم چی د طالبانو په لاس خخ شوی و د هغوی د موټرلاندی وچاودید .

په همدی ولایت کی بله پیښه هم وشوه چی په هغی کی یاغی طالبانو د پولیسو پر یو ه کاروان باندی ناڅاپی حمله وکړه او دوه تنه پولیسان یی ووژل .

د طالبانو د رژیم پاتی کسان اوس د افغانستان د حکومت په خلاف چی امرکیا یی ملاتړ کوی او په افغانستان کی د بهرنیو قواو په خلاف پدی وروستیو وختونو کی خپلو حملو ته چی پکی زیاتره د سړک د غاړی بمونه او انتحاری چاودنی تر سره کیږی ، زور ورکړی دی.


XS
SM
MD
LG